کونړ: د کروندګرو پر ټولنو کرنیز وسایل ووېشل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د خوراک نړیوال سازمان په کومک په کونړ کې کروندګرو ته د کرنیزو وسایلو د ویش لړۍ پیل شوې.

د خوراک نړیوال سازمان په کومک په کونړ کې کروندګرو ته د کرنیزو وسایلو د ویش لړۍ پیل شوې.

د دغه ولایت د مرکز اسداباد سربېره د څلورو ولسوالیو کروندګرو ته د تراکتورونو په ګډون مهم کرنیز وسایل وویشل شول چې کروندګر به ترې په شریکه ګټه اخلي.

دغه کرنیز وسایل د کونړ مرکز اسداباد سربېره د نرنګ، خاص کونړ، څوکۍ او سرکاڼو ولسوالیو د کروندګرو ټولنو ته ددې لپاره ورکړل شول چې له خپلو ځمکو نه ښه حاصلات واخلي او په عصري بڼه یې کر کیلې ته لاره هواره کړي.

د کونړ د کرنې رئيس ضیاء الرحمن وایي چې دا وسایل د خوراک نړیوال سازمان په مالي کومک اخیستل شوي.

هغه وايي " د کروندګرو ټولنو ته بېلا بېلو ډول وسایل ورکول کیږي، ټولنې ته یو تراکتور، زرنج، د بوجیو ګنډلو او غنمو رېبلو ماشینونه او جرناتور ورکړل شول چې کروندګر به ترې په شریکه ګټه اخلي".

کروندګر له دغو مرستو خوشاله دي او وايي همدغسې وسایلو ته اړتیا لري چې ټولو ولسوالیو او کلیو کې وویشل شي تر څو کروندګر ښه حاصلات په لاس راوړي.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې به د کروندګرو ژوند ښه کېدو ته پام وکړي او د بدیلو پروژو لپاره به کار کوي.

دوی وایي چې کونړ کې به کروندګرو ته د وسایلو اخیستو دغه پروژه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي تر څو کروندګرو ته په مستقیمه توګه ګټه ورسېږي.