ننګرهار: پر کروندګرو د عصري وسایلو د وېش لړۍ پېل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې له څه د پاسه ۶۰۰ کروندګرو او باغدارانو ته د عصري وسایلو او ماشینونو د مرستې لړۍ پېل شوه، چې په شپږو جنګ ځپلو ولسوالیو کې به ووېشل شي.

په ننګرهار کې له څه د پاسه ۶۰۰ کروندګرو او باغدارانو ته د عصري وسایلو او ماشینونو د مرستې لړۍ پېل شوه، چې په شپږو جنګ ځپلو ولسوالیو کې به ووېشل شي.

چارواکي وايي له دې وسایلو سره به د کروندګرو ډېری کرنیزې ستونزې اوارې شي.

په دغو وسايلو کې په فصل د درملو پاشلو ماشينونه، د شاخ بورۍ قیچیګانې، حفاظتي لباسونه، د ميوو پرېکولو وسايل او د حاصلاتو د راټولولو بېلابېل وسايل شامل دي، د ویش لړۍ یې تازه پیل شوې، چارواکي وايي چې دا به له باغوانانو او کروندګرو سره د حاصلاتو د کچې په لوړېدو او معیاري کېدو کې مرسته وکړي.

د ننګرهار والي وايي دغه وسایل به ۶۴۰ کروندګرو ته ورسېږي.

هغه وايي "دا وسایل په شپږو ولسوالیو چې اچین، چپرهار، شېرزاد، خوږیاڼو او کوټ کې ۶۴۰ کروندګرو ته ووېشل شي، دغه وسایل چې د کرنیزو درملو پاشلو ماشین، شاخ بورۍ کوچني او سترې قیچۍ، حفاظتي لباس، د مېوې د پرېکولو قیچي، د حاصل را ټولیدو وسایل، زینه او نور توکې شامل وو مرسته وشوه چې هر باغ لرونکې ته د څه باندې ۲۶ زره افغانیو په ارزښت توکې ورکړل شي".

د پروژې مسئولین وايي دغه مرسته د امریکا متحده ایالاتو له لورې د نشه یي توکو کښت د مخنیوي او پر ځای یې د حلالو فصلونو، باغدارۍ او نورو برخو ته د پراختیا ورکولو لپاره شوې ده.

د پروژې ولایتي مسئول همت الله وحدتیار وايي " موږه ۲۱۲۰ محلي باغونه او ۱۶۲ متراکم باغونه په پام کې نیولي دي چې ددې وسایلو په وسیله کروندګر کولی شي په مسلکي باغدارۍ کې ترې ګټه واخلي".

باغداران وايي د لومړي ځل لپاره د وسایلو دا ډول مرسته ترلاسه کوي او زیاتوي چې پخوا به دغسې کومکونه اصلي کروندګرو ته نه رسېدل.

چارواکي وايي دغه ډول مرستې به په مستقیمه توګه له کروندګرو او باغوانانو سره کېږي، چې اقتصادي حالت یې ښه شی او د کوکنارو یا نورو نشه يي توکو کرلو ته اړ نه شي.