د ملي اردو یو پخوانی سرتېری، اوسنی معتاد

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست یو اوسېدونکی وايي د نشه يي توکو له امله یې نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړې بلکې په ټولنه کې یې درنښت هم له منځه لاړ.

د خوست یو اوسېدونکی وايي د نشه يي توکو له امله یې نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړې بلکې په ټولنه کې یې درنښت هم له منځه لاړ.

هغه چې اوس مهال یې د معتادينو په روغتون کې درملنه کيږي، وايي چې له روغتون نه تر وتلو وروسته غواړي، سالم کاروبار پيدا کړي او ټولنيزې اړيکې بيا ورغوي.

نېک محمد وروسته له هغه چې په ملي اردو کې يې د نشې له کبله دنده له لاسه ورکړه، په خوست ښار کې يې له ورور سره خياطي کوله، خو ژوند يې ورو، ورو نور هم تريخيده.

نېک محمد وايي، چې د نشه يي توکو د څکولو له لاسه يې په کور، کلي کې درناوی هم په کمېدو شو او ورور يې کور هم ور بېل کړ، خو زياتوي چې له روغتونه تر وتلو وروسته غواړي ټولنيزې اړيکې بيا ورغوي.

هغه وايي "ورور سره به د خياطۍ لپاره ښار ته تللم. ما ته به يې وويل چې دا شی راوړه، زه به نيم ساعت په نشه پسې ورک وم. چې پوښتنه به يې رانه وکړله، ما به ځواب نشو ورکولای. کلي کې ورو، ورو جدايي راتله. دوی يو طرف ته کوښښ کاوه چې نشې مه کوه. ما به بل طرف ته کوښښ کاوه چې نشې به مې کولې".

نېک محمد وايي، چې لومړی يې چرس څکول، خو وروسته يې پوډرو ته مخه کړه او پوره پنځه کاله يې نشه وکړه. د ده په وينا، دې عمل يې نه يواځې پر ټولنيز ژوند منفې اغېز وکړ، بلکې وجود يې هم کمزوری شو.

نېک محمد وايي "مغزو ته يې تاوان رسولو. وجود ته يې تاوان رسولو. مکمل وجود مې کمزوری کيده، که راته وبه نه رسېدل، وجود مې کمزوری کيده. سپورت نه به ووتلم. هډوکي مې خوږيدل. انډيوالان به رانه جدا کيدل، زه به ګوښی پاتې کېدم".

ده په نشه يي توکو د اخته کېدو لامل له روږدو کسانو سره ناسته ولاړه وبلله او له ځوانانو يې وغوښتل، لږ تر لږه دومره سالم مصروف ځان ته پيدا کړي، چې له نشه يي توکو څخه پرې وژغورل شي.

هغه وايي "چې څوک بې کاره وي، کوښښ دې وکړي چې ځان ته کار پيدا کړي. چې هر شی ورنه ورک شي، يو سپورت دې شروع کړي، کرکټ شروع کړي، نو ذهن به يې بدل وي. نشي توکو نه به دوی بچ وي".

خلک وايي د نشه يي توکو استعمال سربېره پر دې چې روغتيا ته زيان رسوي او اقتصادي ستونزې رامنځ ته کوي، په ټولنيز ژوند کې له نورو ستونزو سره د مخ کېدو ترڅنګ يې درناوی هم اغېزمنېږي.