غزني: له خپلوانو د ورکو معتادینو د موندلو هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

په غزني کې یو شمېر کسان د خپلو کورنیو د هغه غړو او دوستانو په لټه دي چې په نشه يي‌توکو اخته دي او له ډېرې مودې خپلو کورونو ته نه دي تللي.

په غزني کې یو شمېر کسان د خپلو کورنیو د هغه غړو او دوستانو په لټه دي چې په نشه يي‌توکو اخته دي او له ډېرې مودې خپلو کورونو ته نه دي تللي.

سپین ږیری سید حسین هم د خپل زوی په خپل لټه د غزني ښار پر بېلا بېلو داسې سیمو ګرځي چې هلته معتادین راټولیږي.

هغه وايي " ګورم چې پیدا شي ښه دی، هلته نور معتادین دي ځم هلته یې وګورم چې پیدا کېږي که یا؟ دلته ګرځم که پیسې ولرم بیا یې پیدا کولی شم".

ډېری معتادین زړه نه ښه کوي چې خپلو کورونو ته لاړ شي او د معتادینو په دېرو کې چې نشه يي توکو ته لاسرسی اسانه دی، اوسیږي.

په غزني ښار کې د دې ولایت د معتادینو تر څنګ د نورو سیمو څخه راغلي په نشو اخته کسان هم ورځې تر بلې ډېریږي چې د خلکو اندېښنې یې راپورته کړي.