کابل: د موټرو تمځایونه، د معتادینو د کار مرکزونه

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل ښار کې یو شمېر معتادین د موټرو په تمځایونو کې لیني موټرو ته سورلۍ پیدا کوي چې له دې لارې د ژوند او نشو ورځني لګښتونه پوره کوي.

په کابل ښار کې یو شمېر معتادین د موټرو په تمځایونو کې لیني موټرو ته سورلۍ پیدا کوي چې له دې لارې د ژوند او نشو ورځني لګښتونه پوره کوي.

فردین چې له څو کلونو راهیسې په نشه يي‌توکو اخته دی، وايي چې پخوا یې د سیمونو کار کاوه خو اوس په تمځایونو کې موټرو ته سورلۍ پیدا کوي.

هغه وايي "زه پخوا عملي نه وم، یو سیم تاوونکی وم، په همدې کار کې مې یو ملګری روږدی و، په چرسو کې یې پوډر ګډول او ماته یې راکول، زه نه پوهېدم، وروسته له یوې اونۍ مې پر ځان درد شو، له خوبه نه شوم پاڅېدلی، ټول وجود مې درد کاوه، ډاکټر ته لاړم، هغه راته وویل چې ته معتاد شوی یې".

د فردین مور او پلار چې کله د هغه له اعتیاد څخه خبر شول، هغه یې له کوره وشړی او ورته یې وویل تر هغه چې له نشو لاس وانخلي کور ته نه شي تلی.

هغه له خپل کاره خوښ دی او وايي چې د ورځې له دوو تر دریو سوو افغانۍ پیدا کوي چې هم یې د ژوند ګوزاره په کیږي او هم یې د نشې لګښتونه پوره کیږي.