کندهار: د انځرو لپاره د سړو خونو غوښتنه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د انځرو سوداګر وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله له تاوان سره مخ شوي دي، دوی وايي حکومت ورسره د سړو خونو د جوړولو ژمنې کړې وي چې لا نه دي پلي شوي.

په کندهار کې د انځرو سوداګر وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله له تاوان سره مخ شوي دي، دوی وايي حکومت ورسره د سړو خونو د جوړولو ژمنې کړې وي چې لا نه دي پلي شوي.

تر اناور وروسته انځر په کندهار کې په لویه کچه تولید لري، چې زیاتره باغونه یې پر داسې ځمکو جوړ شوي چې پخوا کې تریاک کرل کېدل.

د انځرو پانګه وال وايې چې تېر کال د کرونا ناروغی له کبله د هند او پاکستان مارکېټونه د دوی پر مخ وتړل شول چې له امله يې باغ لرونکو او پانګه والو دواړو ته لوړ مالي زیانونه ور ورسېدل.

د انځرو یو سوداګر جمعه خان له حکومت څخه غواړي چې د مېوو د ساتنې لپاره دې سړې خونې جوړې کړي.

هغه وايي "موږ د کرونا له کبله له ډېرو تاوانونو سره مخ شوو، لارې را باندې وتړل شوې انځر مو خراب شول، دلته موږ دومره امکانات نه لرو چې انځر تر یو وخت پورې پکښې وساتو".

د کندهار شمالي ولسوالۍ شاه ولیکوټ او په ګاونډ کې يې د زابل مېزانه د انځرو تر ټولو زیات تولید لري.

د یادو سیمو باغ لرونکې وايې چې مخکې يې د کوکنارو کښت کاوه خو اوس يې پر خپلو ځمکو د انځرو باغونه جوړ کړي.

د کندهار د سودا ګرۍ خونو اداره وايې چې که کومه ستونزه رامنځ ته نه شي نو کېدای شي سږ کال تر پنځه زره ټنه پورې انځر به تر بهرنیو مارکېټونو ته صادر شي.