د اتو بچیانو معتاد پلار

Your browser doesn’t support HTML5

د اتو بچیانو پلار شهنواز چې پخوا یې خټګري کوله، وروسته له هغه په نشو اخته شو چې کله د کار پر مهال برق ونیوی او یو لاس یې زخمي شو.

د اتو بچیانو پلار شهنواز چې پخوا یې خټګري کوله، وروسته له هغه په نشو اخته شو چې کله د کار پر مهال برق ونیوی او یو لاس یې زخمي شو.

هغه چې له شاوخوا دوو کلونو تریاک، شیشه او نور نشه يي توکي کاروي وايي ډېر وخت په روغتون کې پروت وو او هیچا مرسته نه ورسره کوله.

شهنواز وايي "په کور کې نهه نفره ډوډۍ خواره لرم، بېله ما بل د ګټې څوک نشته، د زړه تنګۍ او مجبورۍ څخه مې نشې شروع کړې".

هغه او ماشومان یې ټوله ورځ پر ډېرانونو کاغذونه، پلاستیکونه او وسپنې راټولوي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي.