خوست: د ښځینه پولیسو کمښت او له نشه يي توکو سره پر مبارزه یې اغیزې

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلين وايي، چې د کورونو په تلاشۍ پرمهال د ښځينه پوليسو نشتون له ستونزه سره مخ کړي دي، وایي هغه عمليات ناکام دي چې ښځينه پوليس په کې نه وي.

په خوست کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلين وايي، چې د کورونو په تلاشۍ پرمهال د ښځينه پوليسو نشتون له ستونزه سره مخ کړي دي، وایي هغه عمليات ناکام دي چې ښځينه پوليس په کې نه وي.

مېرمن حبيبه چې د خوست په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسې په توګه دنده پرمخ وړي او کله ناکله د پوليسو له لوري د نشه يي توکو پرضد هغو عملياتو کې برخه اخلي، چې په مرکز او ولسواليو کې ترسره کيږي.

دا وايي، پر کورونو کيدونکو تصفيوي عملياتو کې د ښځينه پوليسو حضور خورا اړين دی، ځکه د دې په وينا په کورونو کې د نارينه پوليسو په پرتله ښځينه پوليسې ښه تلاشي اخيستلای شي.

حبيبه وايي "د ښځينه پوليسو ګډون له دې کبله مهم دی، چې که ښځينه پوليس نه وي، د خلکو په کورونو کې عمليات نشي کولای. زموږ کلتور موږ ته اجازه نه راکوي چې يواځې نارينه پوليس وي. ښځينه پوليس بايد ورسره وي".

په همدې حال کې د نشه يي موادو پرضد د پوليسو د مبارزې مديريت منسوبين وايي، په هغو تصفيوي عملياتو کې چې ښځينه پوليس ګډون لري، نسبت هغو عملياتو ته بريالي وي، چې يواځې يې نارينه پوليس ترسره کوي.

د يادې ادارې مدير څارمن احمدجان غورځنګ وايي، له دې کبله چې د ښځينه پوليسو شمېر کم دی، په يو شمېر مواردو کې د عملياتو پرمهال له ستونزو سره مخ کيږي.

هغه وايي "زموږ عمليات په مختلفو شکلونو دي. بعضې په داخل کې د کور وي. بعضې د لارې په مسير کې دي. بعضي بيروني وي، لکه د بازار په منځ کې. نو که چېرته اناثیه طبقه له موږ سره د کور په تلاشي کې نه وي، زموږ عمليات ناکام دي".

دا مهال د خوست په امنيه قوماندانۍ کې د ګوتو په شمېر مېرمنې د پوليسو په توګه دنده ترسره کوي.

په دغه ولايت کې نشه يي توکي نه کرل کېږي، خو پوليس وايي، چې د قاچاق او خرڅلاو په خاطر کله ناکله په ځينو کورونو کې ساتل کيږي.