په ننګرهار کې د کروندګرو لپاره شنې خونې جوړیږي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې هغه کروندګرو ته چې د کرلو ځمکې یې کمې او د کوکنارو له کښت څخه یې مخ اړولی، د کرنې ریاست په مرسته شنې خونې جوړیږي.

په ننګرهار کې هغه کروندګرو ته چې د کرلو ځمکې یې کمې او د کوکنارو له کښت څخه یې مخ اړولی، د کرنې ریاست په مرسته شنې خونې جوړیږي.

د کرنې اداره وایي‌څلور نیم سوه شنې خونې تر کار لاندې دي، چې ۱۵۰ یې کروندګرو ته سپارل شوي او کرنه په کې روانه ده.

له لږې ځمکې د ډېرو حاصلاتو لپاره د شنو خونو جوړېده د کرنې په برخه کې يو پرمختګ دی چې ننګرهار کې يې هغو کروندګرو ته د جوړېدو هڅې پيل شوي چې خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري.

د خوږياڼو ولسوالۍ مملې سیمه کې چې پخوا پر کومو ځمکو کوکنار کرل کېدل خو اوس يې خلکو د کوکنارو کښت مخه اړولې او حکومت يې د لاسنيوي په موخه دا شنې خونې ورته جوړوي.

که څه هم د دغو شنو خونو د جوړېدو کارونه يو څه ځنډني شوي خو کروندګر هيله مند که کارونه يې بشپړ شي نو دوی ته به د ډېرې ګټې وټې زمينه برابره کړي.

کروندګر شفیق الله وایي "دلته يوه موسسه راغلې وه، د سي باټ په نوم يو پروګرام و، موږ ته يې دا شنې خونې جوړې کړې، موږ ته يې ويل چې تاسو کوکنار مه کرئ، دې شنو خونو کې به ژمي کې هم حاصلات کېږي او حرام بوټي مه کرئ. دغه سيمه کې اوس کوکنار بيخي کرل کېږي نه".

د ننګرهار د کرنې اداره وايي، د ځينو امنيتي ستونزو له امله يو شمېر سيمو کې د شنو خونو د جوړېدو کارونه ځنډېدلي خو تر اوسه له څلور نيم سوه شنو خونو ۱۵۰ هغو کې کروندګرو کښت هم پيل کړی دی.

د کرنې رياست وايي، سي باټ پروګرام د شنو خونو جوړېدو موخه دا ده چې کروندګر په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پرځای حلال فصلونه وکري.