په ننګرهار کې شنې خونې جوړیږي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د کانال پر ځمکه ۱۰۰۰ شنې خونې جوړېږي چې بې موسمه سبزیجات بازار ته عرضه کړي، کروندګر وايي چې د دې شنو خونو له جوړېدو سره به له خپلې ځمکې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

په ننګرهار کې د کانال پر ځمکه ۱۰۰۰ شنې خونې جوړېږي چې بې موسمه سبزیجات بازار ته عرضه کړي، کروندګر وايي چې د دې شنو خونو له جوړېدو سره به له خپلې ځمکې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

چارواکي وايي د کوکنارو د بدیل لپاره به په ولسوالیو کې هم کروندګرو ته شنې خونې جوړې کړي.

د جلال اباد د هډې فارم سیمې د کانال په ځمکه کې د هغه دوه سوه شنو خونو د جوړېدو چارې روانې دي چې همدا راروان ژمی به یې حاصلات بازار ته وړاندې کېږي.

د کانال رئيس عبدالقهار وايي پلان یې د زرو شنو خونو جوړېدل دي خو د دوه سوو هغو کار نږدې په بشپړېدو دی او تمه لري چې له دې سره به د تازه سبزیجاتو د کمښت ستونزه اواره شي.

هغه وايي "موږ د کانال په ځمکه کې زر شنې خونې جوړوو چې د دوه سوه شنو خونو کار روان دی اویا سلنه کار یې بشپړ شوی دی او همدې ژمي کې به حاصل ورکړي".

د کانال ریس وايي د دې تر څنګ به د ولسوالیو په کچه هم کروندګرو ته د شنو خونو د جوړېدو لړۍ پیل کړي چې د بې موسمه سبزیجاتو اړتیا به په کور دننه پوره کړي.

ولسي خلک او کروندګر هم د شنو خونو جوړېدو ته خوشاله دي او وايي که بزګرو ته د دغسې پروژو پلې کول پیل شي نو هیڅوک به هم د کوکنارو او نورو نشيي توکو کر ته زړه نه ښه کوي.

دوی وايي حکومت دې د کروندګرو د ژوند ښه کېدو لپاره هغسې پروژې پلې کړي چې ګټه یې مخامخ دهقانانو ته ورسېږي، څو ژوند یې ښه او د کوکنارو له کښته راوګرځي.