پولیسو په خوګیاڼو کې د چرسو دوې لویې زیرمې له منځه وړي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو وزارت وايي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چرسو دوې لویې زیرمې له منځه وړي دي.

د افغانستان د کورنیو وزارت وايي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چرسو دوې لویې زیرمې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل چې د چرسو په دې زیرمو کې ۴۲زره کیلوګرامه چرس ساتل کېدل.

ښاغلی ارین وایي " له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار د خوګیاڼو په پیرام‌خیل کلي کې د چرسو دوې لویې ډیرۍ چې اندازه یې په مجموعي ډول ۴۲زره کیلوګرامو ته رسېږي کشف کړل او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د قانون په اساس په سیمه کې له منځه یوړل شول".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وايي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په خوګیاڼو کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۴۸ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

هغه وايي دغه اندازه چرس د خوګیاڼو اړوند په یو کور کې څای پر ځای شوي وو چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.