پولیسو په دوو میاشتو کې د نشه يي توکو د کاروبار په تړاو ۵۲۳ کسان نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو سلګونه عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو سلګونه عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سید حامد روشن امریکا غږ ته وویل په دغو عملیاتو کې څه باندې ۵۰۰ کسان چې د نشه‌يي موادو په کاروبار کې دخیل وو نیول شوي دي.

ښاغلی روشن وايي "د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې په تړاو په تېرو دوو میاشتو کې ۴۵۰ مختلف عملیات ترسره کړي دي چې په دې تړاو ۵۲۳ افراد نیول شوي دي".

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې څه باندې ۱۸ ټنه بېلابېل ډوله نشه‌يي مواد هم د پولیسو له خو نیول شوي دي.

د ښاغلي روشن په وینا پولیسو همداشان په دغو عملیاتو کې د نشه‌يي موادو د پروسس یو لابراتوار هم له منځه وړی دی.