فردین نادري: د معتادینو ژغورل مې د ژوند تر ټولو ښې خاطرې دي

Your browser doesn’t support HTML5

فردین نادري چې له پنځو کلونو راهیسې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د ارواپوه په توګه دنده لري، وايي د نشه‌يي موادو د معتادینو درملنه مختلف پړاونه لري، چې یوه برخه یې هغوی ته په انفرادي توګه د سلامشورو ورکول دي.

فردین نادري چې له پنځو کلونو راهیسې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د ارواپوه په توګه دنده لري، وايي د نشه‌يي موادو د معتادینو درملنه مختلف پړاونه لري، چې یوه برخه یې هغوی ته په انفرادي توګه د سلامشورو ورکول دي.

دی وايي په دغه برخه کې له معتادینو سره هغه سلامشورې کېږي چې په مرکز کې دننه او له درملنې وروسته څه ډول ځان له نشه‌يي موادو څخه وساتي.

ارواپوه نادري وايي "هر کارمند چې په مرکزونو کې کار کوي تر ټولو ښې شیبې ورته هغه دي چې له خپل ناروغ سره مرسته وکړي، په خواشینۍ سره دغه کسان چې نشه‌يي مواد کاروي د ټولنې ډېر مظلوم قشر دی، له یوې خوا په ټولنه کې له توپیري چلند سره مخ دي او هیڅ څوک یې نه مني، خو موږ چې کله له دغسې افرادو سره مرسته کوو ډېر خوشحالېږو او کله چې وینو زموږ ناروغان ښه کېږي او له نشه‌يي موادو پاک ژوند پیلوي نو دا زموږ د ژوند تر ټولو خوشحاله شیبې دي".

هغه وايي کله چې د دوی ناروغان له روغتون څخه رخصتېږي نو د باندې په نشه‌يي موادو باندې د هغوی د بیا اخته کېدو جدي ګواښونه شته دي.

دغه ارواپوه وايي له روغتونه څخه له رخصتېدو وروسته هم د خپلو ناروغانو درملنې او هغوی ته د سلامشورو ورکولو ته دوام ورکوي ترڅو هغوی پوه کړي چې په ټولنه کې کوم عوامل او یا شیان په نشه‌يي موادو باندې د د بیا اخته کېدو لامل کېږي او ځان ترې څه ډول وژغوري.

نادري وايي چې په نشه‌يي موادو باندې اخته کسان له درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته ورګرځي خو ځینې کسان بېرته نشه‌يي مواد کاروي.

خو دی وايي په نشه‌يي موادو د اخته کسانو درملنه یوې اوږدې پروسې ته اړتیا لري چې په ځینو مواردو کې له څو ځل درملنې وروسته یو کس له دغو موادو څخه ژغورل کېږي.