یو معتاد څنګه د نشې پیچکارۍ پرېښودې

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا يو اوسېدونکی چې د نشو په پیچاریو اخته وو وايي که په نشه يي توکو هر روږدی له دغې پديدې څخه ځان ژغورل غواړي، نو په کلکې ارادې او ټيڼګ هوډ سره په ډېرې په اسانۍ دا هدف ترلاسه کولای شي.

د پکتيا يو اوسېدونکی چې د نشو په پیچاریو اخته وو وايي که په نشه يي توکو هر روږدی له دغې پديدې څخه ځان ژغورل غواړي، نو په کلکې ارادې او ټيڼګ هوډ سره په ډېرې په اسانۍ دا هدف ترلاسه کولای شي.

د ګردېز دا اوسېدونکی محمد عمر چې د ملا ناروغي لري، وايي ډاکټرانو د درد د آرامولو لپاره د نشې پيچکارۍ ورکولې، چې بالآخره په دغو پيچکاريو معتاد شو او څو کاله يې مسلسلې استعمال کړې.

هغه وایي که څه هم د ملا درد يې ورسره ښه کيده، خو د دغو پیچکاریو د اعتیاد له امله یې ژوند له نورو کړاوونو ډک شو او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزه سره مخ کړله.

هغه وايي "ما ويل ځواني هم لاړه، اوس سپين ږيرتوب دی، ما ويل تر څو به يې کوم. صحيح ده درد به آراموي، نو د دې معتاد کيدل، د دې مصارف، دا خو لار لري. مصارف لا پرېږده، زه هم ورسره غمجن، ورور مې هم راسره غمجن. دا مې اقدام وکړو، دا مې وعده وکړه چې انشاالله زه دا کار نه کوم".

هغه چې د تېرو څو اوونيو راهيسې د پکتيا د معتادينو د درملنې روغتون د مسؤلينو له لوري په خپل کور کې تر درملنې لاندې دی، وایي په دې موده کې يې بيا د نشې پيچکارۍ نه دي وهلې.

محمد عمر زیاتوي زياتوي که په نشه يي توکو هر روږدی له اعتیاده ځان ژغورل غواړي، نو په کلکه اراده او هوډ سره په ډېرې اسانۍ دا موخه ترلاسه کولای شي.

هغه وايي "که يو انسان وغواړي چې پوډر څکوي او شيشه وهي، زه دا نه منم چې دی دې ترې منع نه شي. که انسان قصد او کلکه اراده وکړي، چې پوډر څکوي، ډاکټر ته دې هم نه ځي، خپله کوټه کې دې ځان قرنطين کړي، که دی له پوډرو وانوښت، بالکل زه مجرم يې، بيا دې ما ته ووايي".

په پکتيا کې د معتادينو د درملنې روغتون مسؤلين وايي، چې د نشې پيچکارۍ هغه مهال د يوه انسان د اعتياد لامل ګرځي، چې د ډاکټر د لارښوونې خلاف يې له خپلې اندازې زياتې استعمال کړي.

د پکتيا د معتادينو روغتون مشر ډاکټر محمد عارف وايي که خلک یې اندازه زیاته کړي یا یې د زیات وخت لپاره وکاروي نو په اعتیاد بدلیږي.

هغه وايي "خلک يې يا مقدار زيات کړي يا يې د زيات وخت لپاره استعمال کړي. نو ځکه پر اعتياد باندې بدليږي. که چېرته دوی د ډاکټر مطابق لاړ شي، مقدار يې زيات نه کړي، نو بيا پر اعتياد باندې نه بدليږي".

که څه هم په نشه يي توکو زيات شمېر روږدي، د معتادينو د درملنې په روغتونونو کې تداوي شوي، خو تر يو څه مودې وروسته بيا نشه يي موادو ته ورګرځيدلي، مګر دا کس تر درملنې وروسته پر سالمې بوختيا ټينګار کوي.