نادري: له درملنې وروسته د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه کوم

Your browser doesn’t support HTML5

افغان خبریال نستوه نادري چې شاوخوا اووه کاله په نشه‌يي موادو اخته وو، وايي له درملنې وروسته د مخدراتو پر ضد مبارزه کوي.

افغان خبریال نستوه نادري چې شاوخوا اووه کاله په نشه‌يي موادو اخته وو، وايي له درملنې وروسته د مخدراتو پر ضد مبارزه کوي.

نادري وايي په تېرو اوو کلونو کې یې د شیشې څکولو له امله خپل هرڅه له لاسه ورکړل، خو د ابن سینا د معتادینو د درملنې په مرکز کې له یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته اوس بېرته ښه شوی دی.

دی وايي اوس غواړي چې د مخدره موادو د مافیا په ضد مبارزه پیل کړي "زما ټول تمرکز به له دې وروسته د دې لپاره وي چې د نشه‌يي توکو په وړاندې یو ځل بیا خبرې وکړو، د نشه‌يي توکو د مافیا په وړاندې باید ودرېږو او په افغانستان کې یوه همغږي د نشه‌يي توکو په وړاندې موږ رامنځ ته کړو".

نادري وايي په افغانستان کې د اعتیاد په تړاو یې د "نړۍ پای" په نوم د یو کتاب په لیکلو هم پیل کړی چې په نږدې وخت کې به چاپ او خپور شي.

هغه وايي د دغه کتاب نور ټوکونه به هم وروسته ولیکي چې تر ډېره په کې د معتادینو "تریخ ژوند" ته انعکاس ورکول کېږي.