په کابل کې د معتادینو د درملنې هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې روغتون مسئولین وايي چې په دغه روغتون کې هر کال د شاوخوا ۲۰۰۰ معتادینو درملنه کیږي.

په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې روغتون مسئولین وايي چې په دغه روغتون کې هر کال د شاوخوا ۲۰۰۰ معتادینو درملنه کیږي.

د دې روغتون مرستیال ډاکټر محمد داوو جیحون وايي چې په جنګلک روغتون کې پر یوه وخت ۲۵۰ معتادین تر درملنه لاندې وي چې زموږ د ګرځنده ټیمونو له لارې راټولیږي او په روغتون کې بستري کیږي.

هغه وايي " زموږ ټیمونه ساحې ته ځي او هلته معتادینو ته عامه پوهاوی ورکوي، مریضانو ته کارډونه ورکوي، مریض د هغې لارې زموږ روغتون ته راځې، د مراحلو تر پلې کېدو وروسته مریض بستریږي، چې پر همدې مهال د مریض له بدن څخه د زهرو ایستلو لړۍ پیلږي چې د ۱۵ ورځو لپاره دوام کوي".

په دغه روغتون کې د جسمي درملنې تر څنګ د معتادینو اروايي درملنه هم کیږي چې په ټولنه کې د بېرته جذبېدو لپاره تیار شي.