په نشو اخته کورنۍ او د ژمې سړه هوا

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې په نشه يي‌توکو یوه اخته کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د سړک پر غاړه شپې سبا کوي.

په کندهار کې په نشه يي‌توکو یوه اخته کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د سړک پر غاړه شپې سبا کوي.

د ارش کورنۍ چې له کابل څخه دغه ښار ته تللې، له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

هغه اصلي د کابل د شمالي اوسیدونکی دی خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د کندهار پر واټونو د اعتیاد ژوند تېروي.

له ده سره يې مېرمن او دوه ماشومان هم ملګري دي چي اوس په یوه نامعلوم برخلیک اخته دي.

هغه وایي " موږ غوښتل خارج ته لاړ شو، خو قسمت دلته راوستو، اوس نه بېرته کور ته ګرځېدای شو او نه بل ځای تلای شو".

میرمن يې وايې چې د خاوند د اعتیاد له امله دا هم معتاده شوې او اوس د نشو کولو تر څنګ په رواني ناروغۍ هم اخته شوې ده.

په کندهار ښار کې د دې ولایت د خپلو معتادینو سره، سره د ګڼو نورو ولایتونو څخه راغلي معتادین هم ژوند کوي.

د دې ښار اوسېدونکي اندېښنه لري که دولت په نشه يي توکو د اخته کسانو درملنې ته پام ونه کړي نو د معتادینو شمېر به تر دې هم زیات شي.