هغه کورنۍ چې د اعتیاد له امله ځوریږي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یوه کورنۍ چې د ډوډۍ یوازېنی ګټونکی یې په نشو اخته دی له کړاوونو ډک ژوند لري.

په کندهار کې یوه کورنۍ چې د ډوډۍ یوازېنی ګټونکی یې په نشو اخته دی له کړاوونو ډک ژوند لري.

دغه معتاد چې پخوا یې په پولیسو کې دنده درلوده وايي چې د درملنې وس نه لري او نه ورته د کار زمینه برابره ده.

محمد داود د کندهار د هغو زرګونو معتادینو له ډلې څخه یو دی چې وايې د درملنې امکانات نه لري او د خپل ټيټ اقتصاد له امله خپلې کورنۍ ته هم په اندېښنه کې دی.

هغه وايي‌ "زه تریاک خورم یو ځل مې درملنه وکړه خو له ملګرو سره تر ناستې ولاړي وروسته بیا په اخته شوم او اوس مي شل کاله د نشې کېږي، مخکې مي په پوليسو کې دنده لرل خو اوس دنده هم نه لرم په هغه ورځ چې تریاک استعمال نه کړم د وجود له سختو دردونو سره مخ یم).

د هغه کورنۍ وايې چې له یوه پلوه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او له بلي خوا څخه يې د معتاد غړي لګښت تر ټولې کورنۍ ډېر دی.

د محمد داوود مېرمن وایي چي د خاوند د اعتیا په وجه يې ټولي کورنی ته رواني تکلیف پيدا شوی.

هغه له دولتي ادارو او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې د خاوند د درملنې او کار په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.