کندهار: د جګړو له امله د غنمو کښت نه دی شوی

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د جګړو له امله په یو شمېر ولسوالیو کې د غنمو کښت نه دی شوی، کروندګر وايي چې دا به له یوې خوا خلک د غنمو له قحطۍ سره مخ کړي نو له بلې خوا به یو شمېر کروندګر اړ کړي چې یو ځل بیا د تریاکو کرلو ته مخه کړي.

په کندهار کې د جګړو له امله په یو شمېر ولسوالیو کې د غنمو کښت نه دی شوی، کروندګر وايي چې دا به له یوې خوا خلک د غنمو له قحطۍ سره مخ کړي نو له بلې خوا به یو شمېر کروندګر اړ کړي چې یو ځل بیا د تریاکو کرلو ته مخه کړي.

د کندهار په ژړۍ، ډنډ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې د غنمو کښت د جګړو له کبله نه دی شوی.

د کندهار کروندګر غلام فاروق وايي چي که د غنمو کښت سږ کال ونه شي نو ممکن دا ولایت د غنمو له قحطی سره مخ شي.

هغه وايي‌ "په کندهار کې فعلي حالت داسي دی چي هر چا خپله سیمه پرې اېښې له ولسوالیو څخه ښار ته راغلي د غنمو د کښت سیمي اوس ټولي د جګړو سیمي ګرځيدلي که اوس غنم ونه کرل شي ممکن را روان کال کندهار د غنمو له کمښت سره مخ شي چي دا به یو لوی مشکل وي".

د کندهار یادې ولسوالې له تیرې یوې میاشتي راهیسې د جګړو مرکزونه ګرځيدلی وو.

له دغو ولسوالیو څخه سلګونه کروندګرې کورنۍ بې ځایه شوي او اوس خپل کښت او کروندې ته په اندېښنه کې دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ اداره وايي چې د غنمو د کښت لپاره یې سږکال په سلګونو ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي خو د نا امنیو له امله زیاتره سیمو کې د غنمو کښت نه دی شوی.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریس انجنیر حفیظ الله سیدي هم د جګړو دوام د غنمو د کښت مانع ګڼي.

هغه وايي "موږ په ټنو اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته ويشلي او تمه مو دا وه چي کروندګر ښه حاصل ورڅخه تر لاسه کړي خو اوس چي جګړه ده دا واضح خبره ده چې نا امنۍ پر هرشي بده اغېزه کوي".

په کندهار کې هر کال پر ۵۰ زره هکتاره ځمکه باندې د غنمو کښت کیږي چې تر ډېره په میوند، ژړۍ، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو کې وي، یادې ټولې ولسوالۍ دا مهال د لویو جګړو په مرکزي سیمو اوښتې.