خوست: د کرنې پر مدیرانو نوي وسایل ووېشل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست په مرکز او ولسواليو کې د کرنې پر مديرانو يو شمېر توکي ووېشل شول چې د کرنې د عصري کولو او د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره مهم بلل کيږي.

د خوست په مرکز او ولسواليو کې د کرنې پر مديرانو يو شمېر توکي ووېشل شول چې د کرنې د عصري کولو او د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره مهم بلل کيږي.

دلته د خوست د مرکز او ولسواليو د زراعت پر مديرانو څه باندې دېرش بېلا، بېل توکي وېشل کيږي، چې د مسؤلينو په وينا د کرنې د عصري کولو او د کروندګرو ستونزو ته د رسيده ګۍ لپاره مهم دي.

د دې پروژې لګښت سويس هېواد ورکړی او د اړيکو دفتر يې تطبيقوي. اساسي موخې يې دا دي چې د فصلونو د ناروغيو په مخنيوي، د فني مېتودونو په زده کړه او د حاصلاتو د زياتوالي په برخو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د اړيکو دفتر مسئول احمد رحیم خوستی وايي "په دې کې کمپيوټرونه دي، موټرسايکلونه دي. پرېنټر دي. زراعتي وسايل دي. کارپېټ دی. د سولر سيستم دی. په ۱۲ ولسواليو کې مو د برق سيستم هم ورته په پام کې نيولی چې دا وسايل پرې وچلوي".

دا په داسې حال کې چې يو شمېر کروندګر نيوکه لري، چې ګوندې د کرنې د ودې او پراختيا په برخه کې دولت بنسټيز ګامونه نه دي اخيستي، خو مسؤلين د کرنې عصري کولو ته د لا ډېرې پاملرنې خبره کوي.

د دولتي مسؤلينو په وينا، د موټرسايکلونو، کمپیوټر، پرېنټر او د ځينو کرنيزو توکو په ورکړې سره غواړي، هم کرنې ته وده او پرمختيا ورکړي، هم کرنه عصري شي او هم د کروندګرو اقتصاد پياوړی شي.

په همدې حال کې د ولسواليو هغه مديران چې دا واسطې او نور توکي يې ترلاس کړل، هيله څرګندوي، چې پرمټ به يې تر يوه بريده د کروندګرو ستونزې راکمې کړای شي.

د خوست اوسېدونکي وايي که د کرنې د ودې او پراختيا لپاره دا ډول هڅې دوام ومومي، سربېره پر دې چې کرنيز محصولات زياتيږي، په کوکنارو او چرسو بوخت کروندګر هم حلالو کښتونو ته هڅول کيږي.