په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست پوليس وايي، چې په وروستيو څو مياشتو کې يې له مخدره موادو سره مبارزه ګړندۍ کړې ده.

د خوست پوليس وايي، چې په وروستيو څو مياشتو کې يې له مخدره موادو سره مبارزه ګړندۍ کړې ده.

پر همدې مهال پوليسو څه باندې درې سوه کيله ګرامه نشه يي توکي هم وسوځول چې تېر کال يې له ۲۷۳ کسانو سره نيولي وو.

په دې نشه يې توکو کې چې څه باندې درې سوه کيلو ګرامه دي، کريسټال يا شېشه، هېروئين، ترياک، چرس او نوي لېتره الکولي مشروبات شامل دي چې تېر کال نیول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داوود امین وایي چې د دغو نشه يې توکو په تړاو يې په ۱۱۴ قضيو کې ۲۷۳ کسان نيولي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

ښاغلی امین وايي " البته د ۹۹ کال، په ځانګړې توګه زما له راتګ نه وروسته د دريو مياشتو د دې دوه چنده مواد موږ لرو. په نږدې ورځو کې موږ پلان تنظيموو او هغوی ته به هم اور اچول کيږي".

د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې که څه هم تر يوه بريده د نشه يي توکو پرضد د پوليسو مبارزه ښه شوې، خو نيوکه لري، چې لا هم په ښار او اطرافي سيمو کې دغه مواد د روږدو کسانو د لاسرسي وړ دي.

په خوست کې د مخدره توکو کرکيله او توليد نشته، خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته نشه يي توکي قاچاقيږي چې د تقريبي شمېرو له مخې ويل کيږي، چې لسګونه زره معتادين دلته شته.