په خوست کې د بېکارۍ او اعتیاد ستونزه

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې یو شمېر معتادین له دولت څخه غواړي چې د وزګارو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي، دوی وايي کارموندنه او د نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي مخنیوی د اعتياد په کمښت کې اساسي رول لوبولای شي.

په خوست کې یو شمېر معتادین له دولت څخه غواړي چې د وزګارو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي، دوی وايي کارموندنه او د نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي مخنیوی د اعتياد په کمښت کې اساسي رول لوبولای شي.

سليمان يو وخت د ملي اردو سرتېری و او د کوکنارو کروندې ته نږدې په يوه امنيتي پوسته کې د دندې پرمهال په نشه يي توکو روږدی شوی او اوسمهال د خوست د معتادينو په روغتون کې بستر دی.

هغه وايي، يو ځل له اعتياده ښه شوی و، خو له دې کبله چې بې روزګاره و، بيا يې نشه يي موادو ته مخه کړه. دی له دولت نه غوښتنه لري، چې وزګارو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

سلیمان وايي "څوک چې سالم مصروفيت ولري، هغه بيا نه معتاديږي. چې کاروبار نه لري، روزګار نه لري، هغه بېرته بيا معتادېږي. هغه زړو ځايونو ته ځي، هغه زړو انډيوالانو سره کښېني. هغه بېرته بيا معتادېږي".

په زياتره مواردو کې په نشه يي موادو د روږدو کسانو شکايت دا دی چې د بې روزګارۍ او دغه راز دغو توکو ته د اسانه لاسرسي له کبله يې دې عمل ته مخه کړې.

د خوست اوسېدونکي وايي که حکومت هم د نشه يي موادو سرچينې له منځه يوسي او هم بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، دا د اعتياد په مخنيوي او کمښت کې اساسي رول ترسره کولای شي.

په مجموع کې بې وزلي، بې سوادي، بې روزګاري او مخدره موادو ته اسانه لاسرسی د اعتياد عمده لامونه بلل کيږي.