کندهار: د شکرپارې لپاره د بازار غوښتنه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د وچې میوې سوداګر وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله سږکال له جنوبي ولایتونو څخه د شکر پارې صادرات کم شوي.

په کندهار کې د وچې میوې سوداګر وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله سږکال له جنوبي ولایتونو څخه د شکر پارې صادرات کم شوي.

له شکر پارې څخه چې د زردالو یو ډول دی د درملو په ګډون د بیلابیلو خوراکونو په ترکیب کې کار اخیستل کیږي.

سوداګر وايي چې د نشه يي توکو ډېرو پخوانیو کروندګرو اوس پر خپلو ځمکو د شکر پارې نوي باغونه جوړ کړي، خو دا چې نه مارکېټ لري او نه یې په معیاري ډول تیارولی شي نو له همدې امله له تاوان سره مخ کیږی.

چین د جنوبي ولایتونو د شکر پارې د حاصلاتو لپاره تر ټولو لوی مارکېټ دی خو تر څنګ يې هند، پاکستان او ځينو نور هیوادونه هم صادرات تر سره کیږي.

د اروزګان او زابل ولایتونه د شکرپارې زیات تولید لري چې د کندهار له مارکېټونو څخه بیا نړیوالو مارکېټونو ته صادریږي.

چارواکي وايي چې تېر کال ۲۵ زره ټنه شکر پاره د چین، هند، ویتنام او ځينو نورو هیوادونو تر مارکېټونو پوري رسول شوې خو سږکال دغه کچه ۱۲ زره ټنه ته را کښته شوې.

د پکېنګ او بسته بندی په برخه کې لاهم باغ لرونکې او په محلي کچه پانګه وال د نړیوال مارکېټ غوښتنې نشي پوره کولای.

د وچي مېوې د اتحاديې ریس حاجي عبدالاحد وايي چې د نشه يي توکو زیاتره پخوانیو کروند ګرو اوس پر خپلو ځمکو د شکر پارو باغونه جوړ کړي.

هغه وايي " په کار ده چې زموږ کروندګرو او سوداګرو ته د بسته بندۍ په برخه کې، د تیارولو په برخه کې پوهاوی ورکول شي، ډېر وخت د همدې ستونزو له امله زموږ حاصلات په نړیوال مارکېټ کې ځای نه پیدا کوي".

دی زیاته وي چې که حکومت د نړیوالو مارکېټونو د غوښتنو او معیار په برخه کې د شکر پارې باغ لرونکو ته پوهاوی ور نه کړي نو دوی به هر وخت د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ وي.

د نشه يي توکو زیاتره پخواني کرونده ګر وايې چې د بدیلو کښتونو په هڅه کې دي خو د حاصلاتو لپاره يې بازار او د بازار له غوښتنو سره سم د صادراتو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.