د لغمان د معتادینو درملنې په شل بستریز روغتون کې هره یوه نیمه میاشت په نشه يي توکو د اخته یوازې شلو کسانو درملنه کېږي، چې د دې ولایت لپاره بسنه نه کوي.
د دغه روغتون مسئولین وايي چې ډېری معتادین لېواله دي چې خپله درملنه وکړي خو د ځای او امکاناتو د کمښت له امله یې درملنه نه شي کولای، دوی وايي هڅه کوي چې خپل روغتون ته پر یو وخت لږ تر لږه د ۵۰ ناروغانو د درملنې امکانات برابر کړي.
محمد داوو د لغمان د الیشنګ اوسېدونکی دی، دوه مېرمنې او اوه بچیان لري، وايي له ډېرو کلونو راهیسې یې بېلابېلې نشې کولې، خو کله چې پوځي شو نو نشه یې پرېښوده، خو په زابل کې تر زخمي کېدو وروسته کور ته راغی او په ګاونډ کې یې د ساقي یا نشه يي توکو خرڅوونکي بېرته د هیروینو پر څکولو را واړاوه.
هغه وايي ژوند یې تریخ شو ځکه نو د پلار خبره یې ومنله او د لغمان په دغه شل بستریز روغتون کې بستر شو.
محمد داوود وايي "زه په دنده کې وم نو هغه وخت به مې نشه نه کوله، خو چې زخمي شوم او کور ته راغلم نو بس نشه يي شوم او ژوند مې سخت شو".
وايي اوس یې صحت ښه دی او غواړي بېرته دندې ته لاړ شي او د خپلې کورنۍ پالنه به وکړي.
د دغه شل بستریز روغتون مسئولین وايي روغتون یې بسنه نه کوي او که پنځوسو بسترو ته لوړ شي نو هره میاشت به د هغو منتظرو کسانو د درملنې غم هم وخوري چې څو اونۍ انتظار باسي.
که څه هم په لغمان کې په نشه يي توکو اخته کسان د نورو ولایتونو په پرتله لږ دي، خو چارواکي وايي که یې روغتون پنځوسو بسترو ته لوړ شي نو ستونزې به یې اوارې شي.