په خوست کې د معتادینو رواني درملنه

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست د معتادينو روغتون مسئولین وايي چې د روږدو کسانو د جسمي درملنې تر څنګ روانی درملنه هم کوي چې دا چاره له اعتياد څخه د ژغورنې او په ټولنه کې د بیا جذبېدو په برخه کې خورا هم رول لري.

د خوست د معتادينو روغتون مسئولین وايي چې د روږدو کسانو د جسمي درملنې تر څنګ روانی درملنه هم کوي چې دا چاره له اعتياد څخه د ژغورنې او په ټولنه کې د بیا جذبېدو په برخه کې خورا هم رول لري.

د خوست د معتادينو په روغتون کې تر درملنې لاندې معتادینو ته د جسمي درملنې تر څنګ رواني درملنه هم ورکول کیږي.

دلته معتادینو ته دا ورښودل کیږي چې څنګه په رواني لحاظ پیاوړي او له روغتونه تر وتلو وروسته له سالم فکر سره ټولنې ته ستانه شي.

ذوالفقار منګل چې شاوخوا پځلس کاله مخکې په نشه يي موادو روږدی شوی و، خوشبين دی، چې دلته ورکول کېدونکې مشورې به يې له يادو موادو څخه د ژغورنې په برخه کې ورسره ډېره مرسته وکړي.

هغه وایي "دا خو د حد نه وتلې زياته ګټه کوي. لکه چې دوی موږ ته مشورې راکوي، موږ سره ناسته پاسته کوي، په هغه وخت کې دومره احساساتي شو، چې موږ د نسوارو نه هم ډېر پښېمان شو چې موږ يې کوو. بيا هم سړی معتاد وي، د ډېرو کلونو معتاد وي".

دغه راز د ځينو نورو تفريحي پروګرامو ترڅنګ کله ناکله ورزش هم کوي. دلته په سپورت بوخت معتادين وايي، چې دا چاره پر جسمي روغتيا سربېره د دوی په رواني حالت هم ښه اغېز لري.

د غزني اوسېدونکی عزيز وايي، دا ټول کارونه د دوی په درملنه کې خورا مهم رول لري، خو تر ټولو غوره دا بولي چې ځوانان له لومړي سره د نشه يي توکو له اعتياده ځان وژغوري.

عزیز وایي "واقعاً نشه ستړې کوونکې ده. د ژوند هر څه درنه اخلي. بل ځای نشته چې موږ ترې خلاص شو. بايد نشه پرېږدو خو پرېښودل يې اوس موډ ګرځېدلی".

د رواني ناروغيو معالج ډاکټر اجمل نوري له ټولو هغو لارو چارو کار اخلي، چې د جسمي روغتيا ترڅنګ د روږدو کسانو په رواني درملنه کې هم له دوی سره مرسته کولای شي.

ښاغلی نوري وايي "کله چې د يوه ناورغ احساسات، افکار او هيجانات رفع شول نو د مريض په مغزي سيستم کې او همدارنګه د مريض په وجود کې مثبت تغيرات راځي".

ډاکټران وايي رواني تداوي د جسمي درملنې په څېر له خورا ډېر اهميته برخمنه ده، ځکه رواني ستونزې د ژور خفګان او په ډېرو مواردو کې د اعتياد او اعتياد ته د بيا ورګرځېدو لامل ګرځي.