فروغ: له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره مو پیاوړی پلان جوړ کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۰ کال کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ سروې ته په غبرګون کې وايي چې پولیسو په دغه کال کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه لرل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۰ کال کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ سروې ته په غبرګون کې وايي چې پولیسو په دغه کال کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه لرل.

د دغه وزارت مرستیال فتاح فروغ وايي چې په روان عیسوي کال کې هم د کوکنارو د له منځه وړلو، د قاچاقبرانو د نیولو او د نشه‌يي موادو د فابریکو د تخریب لپاره قوي پلان ترتیب شوی دی.

هغه وايي "د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو، د فابریکو د تخریب او د نشه‌يي موادو د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې پولیسو تېر کال هم ډېرې لاسته راوړنې درلودې او سږکال هم د کوکنارو د کروندو د اړولو، د لویو قاچاقبرانو د نیولو او د فابریکو د له منځه وړلو لپاره هم قوي پلان او تدابیر لرو چې د کورنیو چارو وزیر دا پلان منظور کړی او ژر به د تصویب لپاره د ملي امنیت شورا ته واستول شي".

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې وروستی ګډ راپور ښيي چې په ۲۰۲۰ کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷ سلنه زیات شوی او په دغه کال کې پولیسو د کوکنارو کروندې د کروناویروس د وبا له امله له منځه نه دي وړي.

همداشان په دې راپور کې راغلي چې په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې ۶۳۰۰ ټنه اپین تولید شوي دي.