ارین: په نشه يي توکو روږدي لسګونه پولیس له دندې ایستل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ۴۷ تنه هغه منسوبین چې په نشه يي توکو روږدي وو، د پولیسو له لیکو څخه ایستل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ۴۷ تنه هغه منسوبین چې په نشه يي توکو روږدي وو، د پولیسو له لیکو څخه ایستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د پولیسو په لیکو کې په نشه‌يي موادو د روږدو کسانو د تشخیص لپاره د شفافیت یو میکانیزم رامنځته شوی دی.

ښاغلی ارین وايي د دغه میکانیزم له لارې ۹۵۰ تنه نور کسان چې په نشو روږدي وو او غوښتل یې د پولیسو لیکو ته جذب شي تشخیص او د پولیسو لیکو ته له جذبېدو څخه یې مخنیوی شوی دی.

هغه وايي "د پولیسو لیکو ته د افرادو له جذبولو مخکې د هغوی معاینات کېږي چې دوی په مخدره موادو روږدي دي او که نه. د شفافیت دغه ټیست د پولیسو په لیکو کې د هغو کسانو له جذب سره مرسته کړې چې فزیکي پیاوړتیا او ښه روغتیا لري".

ښاغلی ارین وايي د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له لیکو څخه د معتادو کسانو د ایستلو او دغو لیکو ته د معتادینو د جذبولو د مخنیوي په برخه کې لازم اصلاحات راوستي دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو له لیکو څخه د معتادو کسانو د ایستلو خبر ورکوي چې له دې وړاندې سیګار په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان په څلور جنوبي ولایتونو کې د پولیسو نیمايي منسوبین په نشه يي‌توکو روږدي دي.