حبیبه: د خپلو بچیانو د راتلونکې لپاره نشې پرېږدم

Your browser doesn’t support HTML5

د دوو ماشومانو مور حبیبه چې د خپل خاوند له لاسه په نشو اخته شوې وه، وايي کلکه اراده یې کړې چې نشې پرېږدي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.

د دوو ماشومانو مور حبیبه چې د خپل خاوند له لاسه په نشو اخته شوې وه، وايي کلکه اراده یې کړې چې نشې پرېږدي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.

د فاریاب اوسېدونکې دغه مېرمن چې اوس په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې ده وايي د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمنه ده.

حبیبه وايي " دوه ماشومان لرم، ومې لیدل چې د هغوی ژوند خرابیږي، د هغوی په خاطر مې ځان په روغتون کې بستر کړ، خاوند مې بل روغتون کې بستر کړی".

هغه چې د نشه يي توکو د اخیستو لپاره یې غالۍ اوبدلې وايي چې دې او خاوند دواړه به په ګډه نشه يي توکي کارول او اوس پر خپل دغه کار پښېمانه ده.

حبیبه وايي چې ټول په ځانګړي ډول ښځې باید ځانونه له نشه يي توکو لرې وساتي، ځکه یوازې د دوی نه بلکې د ټولې کورنۍ ژوند یې ورسره خرابیږي.