نور بي‌بي: مخدره موادو له خپلو ماشومانو جلا کړم

Your browser doesn’t support HTML5

نور بي‌بي چې له لسو کلونو راهیسې په مخدره موادو اخته ده وايي وروسته له هغه له خپلو ماشومانو جلا شوه چې له بامیانو څخه کابل ته د درملنې لپاره راغله.

نور بي‌بي چې له لسو کلونو راهیسې په مخدره موادو اخته ده وايي وروسته له هغه له خپلو ماشومانو جلا شوه چې له بامیانو څخه کابل ته د درملنې لپاره راغله.

نور بي بي وايي د لومړي ځل لپاره شاوخوا لس کال وړاندې د خپل خاوند له خوا په مخدره موادو اخته شوې ده.

هغه وایي "زما یو پښتورګي درد کاوه... مېړه مې معتاد وو راته یې وویل چې یو دوه دوده وڅکوه دردونه به دې غلي شي، یوه ورځ پوه شوم چې غرکه شوې یم لس کاله مې مواد وڅکول، موادو دې سرحد ته رسولې یم چې زه خپله دلته او ماشومان مې په بامیان کې دي، نن پایوازان راغلي وو راته یې ویل چې په کور کې دې ماشومان یوازې دې او خواړه نه لري".

نور بي‌بي اوس په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو په سل بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې ده، وايي چې اوس ښه شوې ده.

هغه وايي "۲۳ ورځې کېږي چې دلته بستر یم، د خدای شکر دی چې دا ۲۳ ورځې له مخدره موادو څخه لرې یم، ډېره خوشحاله یم او له دې وروسته به وشم کولی چې د خپلو ماشومانو لپاره یوه ښه مور شم او له مخدره موادو پاک ژوند ولرم".

خو نور بي‌بي اندېښنه لري چې له درملنې وروسته بیا په مخدره موادو اخته نشي.

د هغې په وینا دا یې څویم ځل دی چې د ځان درملنه کوي خو په کور کې د معتاد مېړه له امله بېرته په مخدره موادو اخته کیږي.