په ننګرهار کې د ځمکني توتو د کښت زیاتوالی

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې هغه کروندګر چې د ځمکني توتو کښت ته یې مخه کړې وايي چې حکومت باید د دغې مېوې په بسته بندۍ او بازار موندنه کې مرسته ورسره وکړي.

په ننګرهار کې هغه کروندګر چې د ځمکني توتو کښت ته یې مخه کړې وايي چې حکومت باید د دغې مېوې په بسته بندۍ او بازار موندنه کې مرسته ورسره وکړي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی نصيب الله چې په خپلو کروندو کې يې سږکال ځمکني توت کرلي وايي، تېر کال يې خپلوانو له دغه فصله ښه ګټه تر لاسه کړې وه نو ځکه ادوی هم اوس کرلي دي.

دی تمه لري چې ځمکني توتان به هم دوی ته ښه حاصل او عايد په لاس ورکړي او هم به په کور دننه د ميوه جاتو د بساينې لپاره يو ګام واخیستل شي.

هغه وايي "شل زره بوټي موږ راوړي دلته مو په خپله ځمکه کې وکرل، که يو بوټی موږ ته شل روپۍ هم وکړي، ډير شی دی، که د دې په ځای کوکنار وکرو، غنم وکرو یا بل شی نو داسې ګټه موږ ته نه شي کولی".

دا ۱۶ کلن تنکی ځوان نيمه ورځ زده کړې کوي او نيمه ورځ هم له کورنۍ سره د کروندو په کارونو بوخت وي.

وايي پخوا يې مشرانو پر همدې ځمکه کوکنار کرل خو ده وهڅول چې د کوکنارو پرځای حلال فصلونه وکري چې اوسنۍ ګټه يې هم له پخوا ډېره ده.

نصیب الله وايي "ما تعليم وکړ، دلته زموږ مشرانو پر دې ځمکو کوکنار کرل، هغوی ته مې وويل چې دا حرام دي، د دې رزق موږ ته څه فاعده نه کوي، هسې به مو اخرت خراب وي، ما ورته وويل، چې حلال فصل به وکرو چې حلال رزق ولرو".

د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دې ولايت کې د ځمکني توت کښت ښه پايله ورکړې او کروندګر ليواله شوي چې د نورو فصلونو پرځای همدا کښت وکړي.
د کرنې رئيس انعام الله ساپی وايي، تېر کال په سل جريبه ځمکه باندې ځمکنی توت کرل شوی وو، چې هر جريب تر ۲۰۰ کيلوګرامه حاصل ورکړی دی.

ښاغلی ساپی وايي "ډېر لوړ حاصلات دهقانانو تر لاسه کړي د غنم او نورو غلو څلور چنده، حتی د باغونو دوه چنده حاصلات یې لاسته راوړي او دوی رضايت درلود په همدغه منظور موږ غواړو چې دې ته وسعت ورکړو او دا لا ترويج شي".

د ننګرهار چارواکي تمه لري چې په دې ولايت کې کروندګر په خپله خوښه د کوکنارو او نورو حرامو فصلونو پرځای حلال کښت ته مخه کړي نو ځکه يې د داسې نويو او ګټورو فصلونو د ترويج هڅې ګړندۍ کړې دي.