په خوست کې د مېوو نوي باغونه جوړیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د کروندګرو د اقتصادي ودې او د چرسو د بدیلو کښتونو د خپراوي لپاره د بڼوالۍ د ځنځيروي پروژې له لورې په خوست کې د مېوو شاوخوا ۸۰ متراکم باغونه جوړيږي.

د کروندګرو د اقتصادي ودې او د چرسو د بدیلو کښتونو د خپراوي لپاره د بڼوالۍ د ځنځيروي پروژې له لورې په خوست کې د مېوو شاوخوا ۸۰ متراکم باغونه جوړيږي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی سيدالله خالد د کليوالو په مرسته په نوي جوړېدونکي باغ کې د مالټې نيالګي کښېنوي.

هغه دوه جريبه د مالټو او يو جريب ځمکه د ناکو لپاره بېله کړې ده.

سيدالله خالد وايي، چې په ټوليزه توګه په دغه درې جريبه ځمکه جوړېدونکي باغ کې نږدې نهه نيمه سوه نيالګي کښېنوي، چې ۶۸۰ د ناکو او ۲۶۶ نيالګي د مالټو دي.

هغه وايي "دغه روغه ونه ده. د کرنې وزارت په فارم کې را لويه شوې او دوی ترې نظارت کړی دی. د ناکو ونه د ترکيې نه راغلې ده. انشاالله نتيجه به يې ښه وي. ځکه دوی داسې کار نه کوي چې د بزګر خواري هسې لاړه شي".

د بڼوالۍ د ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې مسئولين وايي، چې سږکال په خوست کې ټولټال ۸۱ د مالټو، ناکو، ليمو، او آلوچو باغونه جوړوي.

په افغانستان کې د بڼوالۍ ځنځيروي پروژې مسئول محمد فهیم ستانکزی وايي دا باغونه په ګربزو، تڼيو، اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو او د ولايت په مرکز کې په نظر کې نيول شوي دي.

هغه وايي "په ضمن کې موږ د کروندګرو لپاره يوه بوجۍ سره او د وسايلو يو بسته کېټ ورکوو چې په مجموعي ټوکه څه باندې شپږ ميليونه افغانۍ قيمت لري".

د خوست ځمکه او اقليم د باغونو لپاره مناسبه او حاصل خيزه ځمکه بلل کیږي،کروندګر وايي، چې مخکنيو جوړو شويو باغونو ښه نتيجه ورکړې او کال په کال يې حاصلات زياتېږي.