په کندهار کې د معتادینو د درملنې نوی مرکز

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي مرکز تازه په کار پیل کړی چي تر شلو زیات معتادین په کې تر درملنه لاندې دي.

په کندهار کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي مرکز تازه په کار پیل کړی چي تر شلو زیات معتادین په کې تر درملنه لاندې دي.

د معتادینو د درملنې د دې نوي مرکز مسئولیت د یوه داسي شخص پر غاړه دی چي وايې په کورنۍ کې يې د یوه معتاد له کبله ډيرې ستونزې ګاللې خو وروسته يې پخپله درملنه وروکړه.

ډاکتر نجیب الله دوست چې په هند کې يې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي، وايي چې د کندهار د معتادینو د درملنې مرکز يې له نورو معتادینو سره د مرستې په نیت پرانیستی.

هغه وايي " کله چې مې د خپل قریب درملنه وکړه، نو ماته یوه هیله را پیدا شوه چې د نورو درملنه هم کېدای شي، نو د همدې لپاره مې دغه شفاخانه جوړه کړي چې د نورو افغانانو درملنه هم وکړم".

په کندهار کې څه هم د معتادینو د شمېر په اړه دقیق معلومات نشته، خو داسې اټکل کیږي چې په دغه ولایت کې تر درې سوه زره کسان په نشو اخته دي، خو د درملنې لپاره یوازې یو ۷۰ بستریز دولتي روغتون لري.