په ننګرهار کې د سترسو نوي باغونه

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د کرنې رياست هغو کروندګرو ته د سترسو باغونه جوړ کړي چې پر خپلو ځمکو يې د کوکنارو کښت بند کړی دی.

په ننګرهار کې د کرنې رياست هغو کروندګرو ته د سترسو باغونه جوړ کړي چې پر خپلو ځمکو يې د کوکنارو کښت بند کړی دی.

د دغې ادارې مسولين وايي، تازه يې همدا روان مياشت پر ۵۰۰ جريبه ځمکه د مالټو، نارنج او ليمو د باغونو جوړېدو چارې پيل کړې دي.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د کرنې ادارې په مرسته د ليمو د یو تازه جوړ شوي باغ څښتن وایي پخوا يې پر همدې ځمکه کوکنار کرل خو د کرنې رياست د هڅوونو له امله يې د کوکنارو کښت پرېښود.

سید بلال وايي، تر نورو فصلونو کرلو د باغونو جوړول ځکه ګټور دي چې په يوه وخت کې هم ميوې کوي او هم ترې لاندې د سبزيجاتو د کرلو ګټه اخیستل کېدای شي.

هغه وایي‌ "دا ځمکه ده مخکې مو په کې کوکنار او نور فصلونه کرل خو اوس موسسې راغلې باغ يې په کې جوړ کړ، لاندې مو په کې مټر کرلي، سبزي ده، پاس به هم ليمو وکړي له خيره نو دوه ځايه ګټه به راکړي".

د ننګرهار د کرنې رياست وايي، همدا اوس هم هیواد ته هر کال ۲۰۰زره ټنه سترس را واردېږي، دا چې ننکرهار د سترس کښت ته برابره هوا لري نو ځکه يې دلته د باغونو جوړېدو چاره ګړندۍ کړې ده.

د دې ریاست رئيس انعام الله ساپی وايي روانه مياشت په مختلفو ولسواليو کې هغو کروندګرو ته چې خپلو ځمکو باندې کوکنار نه کري، پر ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د سترسو باغونه جوړېږي چې راتلونکي کلونو کې به تر ډېره د سترسو د واريداتو مخه ونيسي.

هغه وايي "۲۰۰زره ټنه د ستروسو واردات لرو، نو غواړو راتلونکو څو کلونو کې د دې مخه ونيسو، دلته د سترسو لپاره اقليم هم برابر دی نو موږ نهال شاني دوه فصله کړې او همدا د مني فصل کې هم ۵۰۰جریبه ځمکه باندې به د سترسو باغونه جوړ شي".

سږکال په ننکرهار کې د نارنجو په حاصلاتو کې پنځه برابره زياتوالی راغلی او تېر کال هم درې زره او شپږ سوه مټريک ټنه نارنج تر لاسه شوي وو.