په پکتیکا کې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره د همغږۍ هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

پکتیکا ولایت په میاشت کې یو ځل د بېلا بېلو ادارو په ګډون له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د چارو د همغږۍ غونډه جوړوي.

پکتیکا ولایت په میاشت کې یو ځل د بېلا بېلو ادارو په ګډون له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د چارو د همغږۍ غونډه جوړوي.

د دې ولایت مرستیال محمد ابراهیم کټوازی وایي چې په دغو غونډو کې هره اداره د خپلو مسئولیتونو راپور ورکوي او تر څنګ یې د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې نوي مسئولیتونه اخلي.

هغه وايي " لکه د عامې روغتیا ریاست د صحت او تداوۍ په برخه کې، د حج او اوقاف ریاست د دیني عالمانو له لارې د عامه پوهاوي مسئولیت، همداشان زراعت ریاست او نور کشفي ارګانونه برخه په کې اخلي، د دوی کارونه ښه دي او موږ په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لرو".

ښاغلی کټوازی وايي زموږ ډېر ټینګار پر دې دی چې څنګه وکولای شو د عامه پوهاوي له لارې په پکتیکا کې د نشه يي توکو د قاچاق، خرڅلاو او استعمال مخه ونیسو.