صالح: کابل کې څو سینماوې د معتادینو په دیرو بدلې شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشر لومړي مرستیال له خوا د کابل په نوي ښار کې د پارک سینما د ړنګولو د پرېکړې په اړه له غبرګونونو وروسته ښاغلي صالح ويلي چې د پارک سینما په ګډون څو نورې سینماوې د معتادینو په دېرو بدلې شوې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له خوا د کابل په نوي ښار کې د پارک سینما د ړنګولو د پرېکړې په اړه له غبرګونونو وروسته ښاغلي صالح ويلي چې د پارک سینما په ګډون څو نورې سینماوې د معتادینو په دېرو بدلې شوې دي.

پارک سینما چې شاوخوا اویا کاله مخکې جوړه شوې وه چې تازه د کابل د ښاروالۍ له خوا ړنګه شوه.

د کابل د ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا په دې اړه وايي "د لومړي مرستیال د هدایت په اساس او همدارنګه د ښاروالۍ د رهبرۍ د هدایت په اساس...زموږ تصمیم دا شو چې سینما پارک د ترمیم ګنجایش نه لري او باید تخریب شي او موږ یې بېرته اعماروو".

اغلې رسا زیاتوي چې د پارک سینما پر ځای به په سیمه کې یو لوی فرهنګي مرکز جوړ شي.

که څه هم د سینما یو شمیر فعالانو او مینه‌والو د دغې سینما ړنګول غندلي خو د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو د حکومت د دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی احمد وايي "په خواشینۍ سره دغه سینما د بې‌بندبارو خلکو، پوډریانو او چرسیانو په ځای بدل شوی و، حتا ډېر غیر اخلاقي کارونه هم دلته ترسره کېدل. د دې ځای د ړنګولو ښه‌والی دا دی چې حکومت یې پر ځای بله سینما جوړه کړي یا یو فرهنګي مرکز جوړ کړي چې زه وشم کولی له خپلې کورنۍ سره دلته راشم".

ابراهیم موسوي د سیمې بل اوسېدونکی بیا وايي "له ماښام وروسته دې پارک ته څوک دننه کېدلی نشي، اوس هم وضعیت همداسې دی او دولت باید په دې اړه تصمیم ونیسي، دا پوډریان او لچکان باید له دې سیمې څخه ورک کړي".

له دې وړاندې هم د کابل ښار اوسیدونکو په شهر نو پارک کې د مخدره موادو د پلورونکو او معتادینو له پراخ حضور څخه شکایتونه درلودل، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت رهبري له جرمي کړیو څخه د سیمې د پاکولو لپاره جدي تصمیم نیولی او په ترڅ کې یې د سینما پارک ودانۍویجاړه کړه.