پکتیکا: د نشه يي توکو یو پلورونکی نیول شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا پولیس وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو یو کاروباري، د نشه يي توکو د خرڅلاو پر مهال نیولی دی.

د پکتیکا پولیس وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو یو کاروباري، د نشه يي توکو د خرڅلاو پر مهال نیولی دی.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیری وايي چې له تورن کس سره یې یوه اندازه نشه يي توکي او یوه توپنچه هم نیولې ده.

هغه وايي "د دې کس په نیولو سره به هغه ځوانان چې دده له طریقه به یې نشه یي توکي ترلاسه کول د هغوی په شمېر کې به هم کمی راشي. د پکتیکا امنیه قومندانۍ رهبري دې ته ژمنه ده او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د نشه یي توکو پېر او پلور ترسره کړي".

پولیسو تورن کس د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلی.

د پکتیکا پولیس وايي چې د نشه يي توکو سره مبارزه یې په لومړیتوبونو کې راځي او په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په اړه به جدي ګامونه پورته کړي.