په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسیس فابریکه

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د جلغوزيو د پروسېس یو فابريکه پرانېستل شوه، چې پر جوړېدو یې ۶،۲ ميليونه ډالر پانګونه شوې او د کال په اوږدو کې د شپېته زره ټنو جلغوزيو د پروسېس وړتيا لري.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د جلغوزيو د پروسېس یو فابريکه پرانېستل شوه، چې پر جوړېدو یې ۶،۲ ميليونه ډالر پانګونه شوې او د کال په اوږدو کې د شپېته زره ټنو جلغوزيو د پروسېس وړتيا لري.

چارواکي وايي، چې دا فابريکه به حلالو کښتونو ته د بزګرانو په تشويق او دغه راز د هغوی په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

دا مراسم په ګردېز کې د رحيم ګردېزي د جلغوزيو د پروسېس فابريکې د پرانستې په موخه جوړ شوي. د جنوب ختيځو ولايتونو واليانو د فزيکي حضور ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني، د کابيني ځينو وزيرانو او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو په انلاين ډول ګډون درلود.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، چې پر دې خصوصي فابريکې څه باندې شپږ ميليونو ډالر پانګونې شوې او د کال په اوږدو کې د شپېته زره ټنو جلغوزيو د پروسېس او بسته بندۍ وړتيا لري.

محبوب ګردېزی، چې پر دغې فابريکې يې پانګونه کړې، وايي، په دې کې به زرو کسانو ته په مستقيم او شاوخوا لسو زرو نورو ته په غيرمستقيمه توګه د کار زمينه هم برابره شي.

هغه وایي "هيله من يم چې دولت له موږ سره د صادراتو په برخه کې مرسته وکړي. د بيروکراسۍ د پړاوونو طی کول له منځه يوسي. د ترانيزيټي لارو فرصتونه زيات کړي ترڅو د مختلفو بندرونو له لارې نړيوالو بازارونو ته خپل محصولات عرضه کړو".

جلغوزي د افغانستان له خورا مهمو او قيمتي کرنيزو محصولاتو څخه ګڼل کيږي. خو تر دې مهاله په سنتي ډول له غوټو بېلېږي او بيا په بوجۍ کې په غيرمعياري توګه تر بسته بندۍ وروسته چين ته صادريږي. دلته د جلغوزيو کاروباريان وايي، که په معياري ډول يې پروسېس او بسته بندي وشي، دا چاره يې پر قيمت هم خورا مهم اغېز لري.

د کرنې او مالدارۍ برخې د دولتي مسؤلينو په وينا هر کال د لويې پکتيا له ځنګلونو څخه په منځنۍ کچه شاوخوا دېرش زره ټنه جلغوزي راټوليږي.