په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د پولیسو مبارزه

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست امنيه قوماندان وايي، هغه امنيتي منسوبين تثبتوي، چې په نشه يي توکو روږدي دي او يا يې په کاروبار کې ښکېل دي.

د خوست امنيه قوماندان وايي، هغه امنيتي منسوبين تثبتوي، چې په نشه يي توکو روږدي دي او يا يې په کاروبار کې ښکېل دي.

په داسې حال کې چې يو شمېر خلک نيوکه لري، چې ګوندې د پوليسو ځينې منسوبين د نشه يي توکو په کاروبارو کې ښکېل دي، د خوست امنيه قوماندان په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبر ورکوي.

مل پاسوال محمد داوود امین وایي له نشه یي توکو سره مبارزه د پولیسو په لومړیتوبونو کې راځي او په دغه ولایت کې به د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

هغه وايي "ما د استخباراتو نه يو ټيم راغوښتی دی. په لنډو ورځو کې راځي، انشاالله د مخدره موادو ټېسټ به زه له خپل پرسونل نه شروع کوم. اما فعلاً وعده درکوم چې نه به لاس ولري او نه څه پلان لرلی شي. دلته زموږ اداره او منجمېنټ ډېر قوي دي. انشاالله دا کسان به نور لاس لرل ونه لري او دومره اوږد لاس به يې نه وي چې مخدره موادو يا قاچابرانو يا قاتيلينو او يا مجرمينو سره لاس يو کړي".

په خوست کې د کوکنارو کر نشته، خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته نشه يي توکي قاچاقيږي. په دې سره لسګونو زرو ځوانانو ته د اعتياد او يو شمېر کسانو ته د کاروبار زمينه مساعده شوې.

په همدې حال کې د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکي د مخدره موادو پر ضد د پوليسو د وروستيو هلوځلو هر کلی کوي، خو غوښتنه يې دا ده چې په دې برخه کې دې لا نور اساسي ګامونه هم واخيستل شي.

بل لور ته امنيتي منسوبين له خلکو غوښتنه لري، چې په خپلو سيمو کې د مخدره موادو د خرڅلاو مرکزونو د له منځه وړلو په برخه له دوی سره همکاري وکړي.