زندانو ته د قاچاق په تور نیول شوي زیاتره کسان نظامي منسوبین دي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د محابسو د چارو تنظیم اداره وايي چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په اوسط ډول په هرو لسو ورځو کې یو تن زندان ته د نشه يي توکو د انتقال په تور نیول شوی دی.

د افغانستان د محابسو د چارو تنظیم اداره وايي چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په اوسط ډول په هرو لسو ورځو کې یو تن زندان ته د نشه يي توکو د انتقال په تور نیول شوی دی.

د دغې ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي چې د نیول شویو کسانو لویه برخه د محابسو ساتونکي دي چې له خپلې دندې څخه په استفادې یې غوښتل زندانونو ته نشه يي توکي قاچاق کړي.

هغه وايي " له شاوخوا پنځو میاشتو راپدېخوا موږ په اوسط ډول په هرو لسو ورځو کې یو کس نیولی دی، چې په کې اکثره زموږ نظامي افسران، ساتنمنان او سرتیري شامل دي او دا جدي مبارزه به همداسې دوام وکړي او د زندانونو د چارو د تنظیم اداره په محابسو کې د مخدره موادو د استعمال او قاچاق د جرړو ایستلو ته ژمن دی".

ښاغلی بایاني وايي په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه پخوانۍ ستونزه ده چې د لرې کولو لپاره یې په جدي توګه مبارزه دوام لري.

هغه وايي وروسته له هغې چې د کرونا وایروس د انتقال د مخنیوي لپاره زندانونو ته پر تګ راتګ بندیز ولګول شو، په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال بیا هم دوام درلود، چې دې مسئلې اړوند مسئولین دې ته اړ کړل ترڅو د محابسو پر امنیتي منسوبینو باندې پام زیات کړي.

له دې وړاندې د څرخي پله په زندان کې یو شمېر بندیانو او د ښار په مختلفو سیمو کې ځینو معتادینو امریکا غږ ته وویل چې په زندان کې په نشه يي توکو اخته شوي دي.

په زندانونو کې د معتادو بندیانو کره شمېره تراوسه څرګنده نه ده خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په څرخي پله زندان کې د معتادو زندانیانو د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز پرانیستی دی.