کندهار: د انارو له ټیټو بیو د باغوانانو شکایت

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د انارو ټیټو بیو د هغه کاریګرو پر مزدورۍ هم اغېز کړی چې پخوا یې د تریاکو په پټیو کې نېښ کاوه خو اوس د انارو په باغونو کې کار کوي.

په کندهار کې د انارو ټیټو بیو د هغه کاریګرو پر مزدورۍ هم اغېز کړی چې پخوا یې د تریاکو په پټیو کې نېښ کاوه خو اوس د انارو په باغونو کې کار کوي.

دغه کاریګر وايي چې د پخوا په پرتله یې مزدوري نیمه شوې ده خو کار یې ډېر دی.

د انارو یو ټولوونکی قدرت الله وايي چې پخوا به یې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ مزدوري اخیسته خو اوس یوازې ۲۵۰ ترلاسه کوي.

هغه وايي "کار مو ډېر ستړی دی خو مزدوري ډیره کمه راکوي، یوازې ۲۵۰ افغانۍ تیر کال دا ۵۰۰ افغانۍ وې، چي دا کار خلاص شي خلک د خپل مجوریت له مخې ځينې یې نېښ ته ځي، یا د نشه يي توکو کښت کوي که د انارو بیه لوړه وي زموږ مزدوري هم ورسره لوړیږي".

د ارغنداب ولسوالۍ یو د انارو دا باغ تېر کال په يو نیم ميلیون افغانۍ پلورل شوی خو سږکال یوازي درې لکه افغانۍ ور جوړوي.

د باغ څښتن سردار محمد وايې چې حاصلات يې هم د تېر کال په ډول دي خو په کورني مارکېټ کې په لږه بیه پلورل کیږي.

هغه وايي "زما په دې باغ کې زر درختې ولاړې دي، تېر کلونه مې په پنځلس لکه افغانۍ په اجاره ورکاوه، خو سږکال مې په شپږ لکه کلدارې ورکړی انار يې هم کړي، خو دولت موږ ته له ټولو وعدو سره هیڅ بازار موندنه ونه کړه او موږ خپل مصرف نشو په برابرولای".

په کندهار کې د انارو سږنی حاصل تر ۳ زره ټنه زیات اټکل شوی، خو باغ لرونکي وايي که انار تر نړیوالو مارکېټونو پورې ورسول شي نو د کاریګر او باغوان په ګډون به د دولت عایداتو ته هم ډېره ګټه ورسوي.