سراج: طالبان د اپینو ټولولو په حال کې دي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئيس ضیا سراج وايي چې طالبان اوس د کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي او ځان جګړې ته چمتو کوي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئيس ضیا سراج وايي چې طالبان اوس د کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي او ځان جګړې ته چمتو کوي.

ښاغلی سراج وايي چې طالبان سولې ته هېڅ اراده نه لري او دا مهال د جګړې لپاره په تیاریو بوخت دي.

د ملي امنیت عمومي رئيس وايي "دوی (طالبان) زیاتره اوس د کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، د کوکنارو د حاصلاتو له راټولولو څخه چې وزګار شي، پلان یې دا دی چې په مختلفو سیمو کې جګړو ته لا زور ورکړي، لکه څنګه چې مخکې لوی درستیز صاحب وویل اوس هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او د زیاتېدو په حال کې ده، امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د طالبانو له پلان سره سم خپل چمتووالی لري".

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د حکومت هغه خبرې رد کړې وې چې ګواکې په ننګرهار کې د نشه يي توکو د تولید کارخانې لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم وړاندې طالبان د مخدره موادو په ګډون "له نامشروع" لارو څخه د عوایدو په ترلاسه کولو تورن کړي او ویلي وو چې افغان حکومت د دغې ډلې د "نامشروع عوایدو" د مخنیوي لپاره ځانګړي قطعات جوړ کړي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د یوې ګډې سروې پر اساس په افغانستان کې د وړم کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې د کوکنارو د کښت کچه ۳۷ سلنه زیاته شوې ده.