په ننګرهار کې د کرنې د پراختیا لپاره د یو څېړنیز فارم هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د باغدارۍ د یو څېړنیز فارم له جوړېدو وروسته په دغه ولایت کې د نویو باغونو کچه لوړه شوې ده.

په ننګرهار کې د باغدارۍ د یو څېړنیز فارم له جوړېدو وروسته په دغه ولایت کې د نویو باغونو کچه لوړه شوې ده.

د ننګرهار د کرنې مسئولین وايي ډېر هغه کروندګر چې پخوا یې پر خپلو ځمکو تریاک کرل اوس د دغه څېړنیز فارم په مرسته د میوو د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د دغه تحقيقاتي فارم مسئولين وايي، له کله راهېسې چې دا مرکز جوړ شوی کروندګرو په خپلو ځمکو د باغونو کښت ته مخه کړې ده.

د دې فارم یو مسئول بهادرخان کریمي وايي پخوا ډېرو کروندګرو د باغ جوړېدو ته ځکه زړه نه ښه کوه چې څو کاله به يې په باغ خواري وکړه خو بوټي به له موسم سره برابر نه وي، ميوه به يې نه کوله نو ځکه به باغ بېرته له منځه يوړل شو خو اوس دا ټوله خواري په دغه فارم کې کېږي.

کریمي وايي "دې مخکې چې موږ دا ملي کليکسون نه درلوده، يو لړ مشکلاتو سره مخ و، مثلاً د ۲۰۰۲م نه نيولې تر ۲۰۱۳م پورې وزارت زرات په دغه برخه کې په ميليونونو ډالر ولګول خو پنځه کاله بعد به چې دهقان وليدل باغ به حاصل نه ورکوه، ځکه د اب و هوا سره به برابر نه ".

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپی وايي، له کله چې دا څېړنيز مرکز جوړ شوی ننګرهار کې د مېوه جاتو باغونو پراختيا موندلې ده.

هغه وايي د دغه فارم تر جوړېدو وروسته د هغو سيمو کروندګرو د باغونو جوړېدو ته مخه کړې چې پخوا يې ځمکه کې کوکنار کرل او د باغونو جوړېدو په وجه ځوانانو ته کار موندنه هم شوې ده.

ساپی وایي "دا چې باغدارۍ سره اقتصاد پياوړی کېږې، هلته خلکو ته د کار زمينه برابرېږي، د دې په ټرانسپورټ کې ځوانان مصروفېږي، د دې د مېوه جاتو په راټولولو کې ځوانان مصروفېږي، د دې په پيکېنګ کې ځوانان مصروفېږي، نو دا هغه شاخصونه دي چې مثبتې پايلې لري".

ننګرهار يو کرنيز ولايت دی که يې د باغدارۍ برخې ته همداسې پاملرنه دوام پيدا کړي نو شونې ده چې دا ولايت په يو ستر کرنيز ولايت بدل او د هيواد د مېوه جاتو او ستروسو ډېره اړتيا له همدغه ولايته پوره شي.