ریحانه: نه پوهېدم چې مېړه مې معتاد دی، زه یې هم معتاده کړم

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټران وايي په افغانستان کې زیاتره معتادې میندې د خپلو مېړونو له خوا په مخدره موادو اخته کېږي، ریحانه د دغو میندو یوه بېلګه ده چې مېړه یې په هیروویینو اخته کړې ده.

ډاکټران وايي په افغانستان کې زیاتره معتادې میندې د خپلو مېړونو له خوا په مخدره موادو اخته کېږي، ریحانه د دغو میندو یوه بېلګه ده چې مېړه یې په هیروویینو اخته کړې ده.

هغه چې اوس په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په یو مرکز کې بستري ده وايي، له واده مخکې نه پوهېده چې مېړه یې په مخدره موادو اخته دی خو کله چې پوهه شوه وخت ترې تېر شوی و.

ریحانه وايي "زه بېخي خبره نه وم چې دا (مېړه مې) تریاکي دی، ما ورسره واده وکړ او پوهه شوم چې دا څه نشې کوي او بدخته دی، زه هم ورسره بدبخته شوم او مېړه سره په غم اخته شوم".

ریحانه وايي چې له تریاکو وروسته یې مېړه د هیرویینو او شیشې څکول هم پیل کړل او یوه ورځ یې هغې ته هم ست وکړ چې هیرویين وڅکوه دردونه به دې غلي شي.

ریحانه وایي د هیرویینو د یو دود په کشولو سره معتاده شوه او شاوخوا شپږ میاشتې یې له خپل خاوند سره په ګډه وڅکل.

نوموړې وايي کله چې د مخدره موادو په زیانونو پوهه شوه خپل مېړه یې هم په روغتون کې بستر کړ چې اوس دواړه ښه شوي دي.

ریحانه څلور ماشومان لري چې یو یې د معتادو ښځو د درملنې په همدې مرکز کې زېږېدلی دی.

هغه وايي یوازېنۍ هیله یې دا ده چې بېرته له خپل مېړه او ماشومانو سره په ګډه له مخدره موادو څخه پاک ژوند پیل کړي.