د امیدوارۍ پر مهال د نشه يي توکو کارولو بدې اغیزې

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټرانې وايي د امیدوارۍ پر مهال د نشه يي توکو کارول نه یوازې د مور بلکې د ماشوم روغتیا ته هم جدي ستونزې پېښوي.

ډاکټرانې وايي د امیدوارۍ پر مهال د نشه يي توکو کارول نه یوازې د مور بلکې د ماشوم روغتیا ته هم جدي ستونزې پېښوي.

د نسايي او ولادي ناروغیو ډاکټره پلوشه ناصري وايي هغه میندې چې د امیدوارۍ پر وخت نشه يي توکي کاروي، ډېر امکان لري چې ماشوم یې تر وخت مخکې وزېږي او یا سقط شي.

ناصري وايي" نشه يي توکي د ماشوم د وزن کمېدو، په تنفسي ناروغیو د اخته کېدو، د عصبي ناتوانۍ او ځینو نورو ناروغیو لامل هم ګرځي".

هغه وايي په کار ده چې مېندې له نشو لاس واخلي او که امیدواریږي باید په دې اړه له ډاکټرانو سره مشوره وکړي تر څو د نشو پرېښودو په لارو چارو کې مرسته ترلاسه کړي.