په پکتیا کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش

Your browser doesn’t support HTML5

په پکتيا کې پر شپږ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کيږي، چې د بنګو په کرکيله بوخت بزګران حلالو کښتونو ته وهڅول شي.

په پکتيا کې پر شپږ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کيږي، چې د بنګو په کرکيله بوخت بزګران حلالو کښتونو ته وهڅول شي.

د کرنې مسئولین تمه لري چې د دغه تخم وېش به له یوې خوا د کروندګرو حاصلاتو کې زیاتوالی لري او له بلې خوا به د بنګو د کرکیلې له کمولو سره مرسته وکړي.

که څه هم يو شمېر بزګران وايي، چې د غنمو د کرلو اصلي وخت تېر شوی، خو بيا هم خوښ دي، چې د اصلاح شوي تخم په کرلو سره به يې د غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي او دا بنګو د کر په کمښت کې مرسته کوي.

کروندګر عبدالمحمد وايي "دا غنم ډېر حاصل ورکوي. دا غنم تصفيه شوي دي. د دې ولايت له هوا سره هم صحيح برابر دي. مخکې مو چې کرلي دي هم ښه صحيح حاصل يې ورکړی دی".

ځینې کروندګر وايي که د دوی ترڅنګ د بنګو په کرکيله ټولو بوختو کروندګرو ته هم د اصلاح شويو غنمو د کرلو اسانتياوې برابرې شي، دا هم د بنګو د کښت په مخنيوي کې مرسته کوي.

د پکتيا د کرنې رئيس محمد الدين مومند وايي، چې د غنمو دا اصلاح شوی تخم ۳۲۶ ټنه دی او د مرکز ګردېز په ګډون د ټولو ولسواليو په څه باندې شپږ زره پنځه سوه بزګرانو وېشل کيږي.

ښاغلی مومند وايي "د غنمو کرکيله حلال کښت دی او د پکتيا ولسونه پر دې پوه شوي دي چې د نشه يي توکو پرځای حلال کښت وکړي. دا هم د نشه يي توکو د کرکيلې په مخنيوي کې مهم رول لري. موږ د زعفرانو توزيع هم لرو".

د پکتيا د ځينو سيمو يو شمېر بزګران د بنګو پر کرکيله بوخت دي. د دوی په وينا د اوبو کمښت او د اصلاح شويو تخمونو د نشتون له کبله يې د بنګو کر ته مخه کړې ده.