په ننګرهار کې د نشه يي توکو قاچاقبر نیول شوی دی

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د ملي امنيت منسوبينو د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو کس نیولی چې له ځان سره ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي لېږدول.

په ننګرهار کې د ملي امنيت منسوبينو د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو کس نیولی چې له ځان سره ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي لېږدول.

چارواکي وايي، نيول شوی کس اوس د ملي امنيت اداره کې د نورو پلټنو لاندې دی.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت رياست کارمندانو تېره شپه د دغه ولايت د غني خېلو ولسوالۍ ۲۸مې ويالې سيمه کې يو تن له نشه يي توکو سره يوځای نيولی دی.

په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس ته د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني وویل چې له نيول شوي کس څخه يو موټر او شاوخوا ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي دي.

هغه وايي "روان کاله شاوخوا لس زره او ۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي په مختلفو ولسواليو کې نيول شوي دي".

مسئولين وايي د دغو نشه يي توکو په تړاو له ۴۰۰ زيات کسان هم نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايتي ادارې ويلي چې په دې ولايت کې د کوکنارو کښت ۸۰ سلنه کم شوی دی.