کابل: په ۲۰۲۱ کې ۱۷ تنه د هوا له لارې د قاچاق په تور نیول شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر چارواکي وايي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تراوسه ۱۷ تنه چې غوښتل یې د هوا له لارې بهر ته نشه يي توکي قاچاق کړي نیول شوي دي.

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر چارواکي وايي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تراوسه ۱۷ تنه چې غوښتل یې د هوا له لارې بهر ته نشه يي توکي قاچاق کړي نیول شوي دي.

د دغه هوايي ډګر رئیس جنرال سیدعمر صبور وايي چې دغو کسانو غوښتل چې هیرویین، چرس او د نشه يي توکو نور ډولونه بهر ته په ځانګړي ډول هندوستان ته قاچاق کړي.

جنرال صبور وايي "په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۲۷ کیلوګرامه مخدره مواد موږ نیولي دي چې بهر ته قاچاقېدل. د دې قضیو په تړاو ۱۷ کسان نیول شوي دي او دوسیې رسماً څارنوالۍ او عدلي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي".

ښاغلی صبور وايي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو او نورو غیرقانوني موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي او هیڅ څوک نشي کولی چې له دې لارې قاچاق وکړي.

جنرال صبور وايي چې د نشه يي توکو سربیره د هوايي ډګر منسوبینو په دې موده کې په غیرقانوني توګه د پیسو او سرو زرو د انتقال مخنیوی هم کړی دی.