د طالب بندیانو په نوم د قاچاقبرانو د خوشې کولو په اړه د افغان حکومت اندېښنه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د سولې د توافق په صورت کې طالبان باید د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو په نوم د نشه‌يي موادو د قاچاقبرانو د خوشې کولو غوښتنه ونه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د سولې د توافق په صورت کې طالبان باید د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو په نوم د نشه‌يي موادو د قاچاقبرانو د خوشې کولو غوښتنه ونه کړي.

ښاغلی محب د طالبانو ۵۵۰۰ ازادو شویو بندیانو ته په اشاره وایي تېر ځل هم طالبانو د خپلو بندیانو په نوم د نشه‌يي موادو د قاچاقبرانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلی محب وايي "دا ځل که بیا د خوشې کولو خبره راځي طالبان یې باید ولس ته ثابته کړي چې دوی له قاچاقبرانو پرته نور خلک هم لري. که بیا یې لیست د قاچاقبرانو ارایه کړ او په کې یې ټول قاچاقبران خوشې کول نو په دې معنی ده چې دا ډله څوک چلوي".

ښاغلی محب ټینګار کوي کله چې طالبان د سولې خبرو ته راغلل او د بندیانو په خوشې کولو موافقه وشوه نو دغه ډله دې په خپل لیست کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو نومونه شامل نه کړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي وو چې طالبان د مخدره موادو په ګډون "له نامشروع" لارو څخه عواید ترلاسه کوي.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي محب دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.