په خوست کې د سبزیجاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې د کچالو او پيازو د ساتنې لپاره ۶۸ سړې خونې جوړې شوي چې په مجموعي توګه د زر ټنه حاصل ځايولو وړتيا لري.

په خوست کې د کچالو او پيازو د ساتنې لپاره ۶۸ سړې خونې جوړې شوي چې په مجموعي توګه د زر ټنه حاصل ځايولو وړتيا لري.

چارواکي وايي چې سږ کال په خوست کې د کچالو او پيازو حاصلات درې نيم زرو ټنو ته رسيدلي دي.

دلته هغه ۶۸ سړې خونې د چارواکو له لوري پرانېستل شوې، چې د خوست په مختلفو سيمو کې تازه جوړې شوي. ۴۹ د کچالو او ۱۹ د پيازو د ساتنې لپاره دي، چې هره يوه د پنځلس ټنه محصول د ځايولو ظرفيت لري.

د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي، چې دا سړې خونې د دې ولايت پر مرکز سربېره په ګربز، تڼي، اسماعيل خېل او مندوزي، صبري او يعقوبي، عليشېر او باک ولسواليو کې د اړتيا پراساس جوړې شوې.

هغه وايي "موږ هغه دهقان ته دا پروژې ورکړې چې د دريو نه تر پنځو جريبو پورې يې پياز هر کال کرل او د دې په خوا کې يې تعهد دا و چې په راتلونکي کال کې به لس او دوولس جريبه پياز او کچالو کري. سبزيجاتو ته موږ په خوست کې ډېره اړتيا لرو".

دا په داسې حال کې ده، چې د شمېرو له مخې سږکال د کچالو او پيازو درې نيم زره ټنه حاصلات راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال يې اندازه زر ټنه و.

د خوست والي مهمند کټوازی وايي پلان لري، چې د کرنې د پرمختيا او د کروندګرو د اقتصادي ودې په خاطر راتلونکی کال تر سلو ډېرې نورې سړې خونې په مختلفو ولسواليو کې جوړې کړي.

کټوازی وایي "يو خو دا ده چې د بزګر محصول به ساتل شوی وي، خرابيږي به نه، او بازار ته به ورځ په ورځ عرضه کيږي او نرخونه به پرې کنترول وي. دويمه ګټه به دا وي، هغه کرنيز محصولات چې پاکستان ته تلل او بيا به له هغې خوا راتلل او پر موږ به دوه چنده جګ خرڅېدل، د دې مخنيوی به شوی وي".

د کرنې رياست د شمېرو له مخې هر کال په خوست کې د ترلاسه کيدونکو سبزيجاتو کچه زياتېږي، خو د کروندګرو اندېښنه دا ده چې د کافي شمېر سړو خونو د نشتون له کبله يې په کمه بيه بازار ته عرضه کوي.