په خوست کې د ګنیو حاصلات

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې کروندګر له دولت او پانګوالو غوښتنه لري، چې د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو عايد يې ډېر او اقتصاد يې ښه شي.

په خوست کې کروندګر له دولت او پانګوالو غوښتنه لري، چې د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو عايد يې ډېر او اقتصاد يې ښه شي.

د خوست مرکز اړوند د لټکو سيمې اوسېدونکی محمد هاشم خان د خپلو کليوالو په مرسته د ګنيو حاصل ټولوي. په دې ورځو کې چې هوا سړه شوې، هڅه کوي، ګڼي ژر ټول او له يخه يې وژغوري.

محمدهاشم خان وايي، که څه هم د ګنيو کرل او پالنه لږه زياته خواري غواړي، خو زياتوي په اقتصادي لحاظ د دې کرنيز توکي حاصل د ډېرو نورو کرنيزو توکو په نسبت ښه دی.

هغه وايي "چې سيخ شي، يو جريب شاوخوا ۱۵۰ زره، ۲۰۰ زره روپۍ جوړوي. خو چې ګنی سيخ شي، چينجی يې ونه وهي. چې ګنی صحيح وي، بيا پيسې جوړوي، نرخ يې ښه وي".

د افغانستان د کرنې وزارت ويلي، چې سږکال په خوست کې ۹۱۷ ټنه ګني توليد شوي او د دې ولايت د مرکز په ګډون په باک او صبريو ولسواليو کې پر نږدې شپږ سوه هکتاره ځمکه ګني کرل شوي.

خو د بورې او ګوړې د توليد په برخه کې د لازمو اسانتياؤ د نه موجوديت له کبله د خوست ګني يواځې د ګنډېرو په شکل بازار ته عرضه او په مصرف رسيږي.

کروندګر له پانګوالو هم غواړي، چې د ګوړې او بورې د توليد په برخه کې پانګونه وکړي، د دوی په وينا، دا کار به د کرنې د ودې ترڅنګ د کروندګرو د لا ډېرې اقتصادي ودې لامل وګرځي.